۰

لویې څارنوالۍ د کرام الدین کرام د نیولو امر کړی دی

یکشنبه ۱۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
لویې څارنوالي د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کرام د نیولو امر کړی دی.
لویې څارنوالۍ د کرام الدین کرام د نیولو امر کړی دی
لویې څارنوالي د افغانستان د فوټبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کرام د نیولو امر کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن یکشنبې د غبرګولي ۱۹ مه رسنیو ته د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې لویې څارنوالۍ د کرام الدین کرام د نیولو امر کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدارسیوم پخوانی مشر کرام الدین کرام د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی.

نوموړی پرون د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا له خوا هم د همدې جرم په تور د تل لپاره د فوټبال له فعالیتونو منع او یو میلیون ډالر جریمه شو.

د فیف د اخلاقي کمېټې قضايي څانګې پرون شنبې د غبرګولي ۱۸ مه کرام د خپلې دندې له واکونو څخه په ناوړه استفادې او د څو ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې پړ وباله.

د فوټبال نړیوال فدراسیون وايي، د ښاغي کریم په اړه یې څېړنې د افغانستان د نجونو د فوټبال د ټیم د لږ تر لږه پنځو پخوانیو غړو د شکایتونو پر بنسټ کړي دي.

د فیفا په بیان کې راغلي چې دې ښځینه لوبغاړو کرام الدین کرام له ۲۰۱۳ میلادي کاله تر ۲۰۱۸ میلادي پورې موده کې په بیا بیا جنسي ځورونې تورن کړی و.

باید و ویل شي، چې د فوټبال یو شمېر ښځینه لوبغاړو تېر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو.

تر دغه تورونو وروسته لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې.

دغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې پلټنه يې پیل کړې وه.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي