۰

د ترکمنستان او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک مشارکت مسوده تصویب شوه

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د ترکمنستان پارلمان د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت د موافقې مسوده تصویب کړه.
د ترکمنستان او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک مشارکت مسوده تصویب شوه
د ترکمنستان پارلمان د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت د موافقې مسوده تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له مخې د ترکمنستان حکومت وايي، د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند د سږ کال په لومړیو کې په عشق اباد کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ترکمن ساري قربان قُلي بیردي محمدواف ترمنځ لاسلیک شوی و.

دغه راز دوی زیاتوي، چې په همدې وخت کې د دوو هیوادونو ترمنځ د ګمرکي همکاریو، هوايي ترافیک، د رېلارې د تېرېدو د موقعیت، د تېلو او ګازو په سیکتورونو کې د همکارۍ، او د افغانستان هرات ولایت ته د ترکمنستان د صادراتي برېښنا د زیاتوالي په اړه موافقې لاسلیک شوې.

دغه راز دواړو هېوادونو د اقینې د رېلارې د جوړېدو او د ترکمنستان د سیرهیتباد او د افغانستان د تورغونډۍ ترمنځ د رېلګادي د تګ راتګ په اړه هم تفاهملیکونه امضا کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي