کندهار کې د طالبانو د ماین جوړلو شپږ پنجابي انجینران وژل شوي

21 جوزا 1398 ساعت 8:54

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د طالبانو د ماین جوړلو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې له امله یې د شپږو پنجابیانو په ګډون ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د طالبانو د ماین جوړلو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې له امله یې د شپږو پنجابیانو په ګډون ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه سهار لس بجې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېورند فرضي کرښې ته نېږدې په دغه سیمه کې د طالبانو د ماین جوړولو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې په کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

جنرال تادین خان وايي، په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه پاکستانیان چې د پنجاب ایالت او د ماین جوړولو انجینران و هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 117195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com