۰

کندهار کې د طالبانو د ماین جوړلو شپږ پنجابي انجینران وژل شوي

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د طالبانو د ماین جوړلو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې له امله یې د شپږو پنجابیانو په ګډون ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د طالبانو د ماین جوړلو شپږ پنجابي انجینران وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې د طالبانو د ماین جوړلو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې له امله یې د شپږو پنجابیانو په ګډون ۱۲ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه سهار لس بجې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولي شاه مغازې په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې ډېورند فرضي کرښې ته نېږدې په دغه سیمه کې د طالبانو د ماین جوړولو په یوه کارخونه کې چاودنه شوې، چې په کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

جنرال تادین خان وايي، په وژل شویو کسانو کې شپږ تنه پاکستانیان چې د پنجاب ایالت او د ماین جوړولو انجینران و هم شامل دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي