د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان چې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي سره ولیدل.
د په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زمان او ورسره پلاوی پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۰ مه اسلام آباد ته ولاړ او د سفر موخه یې هم د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې لومړنۍ غونده وه.
د سولي او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې لومړنۍ غونډه پرون په اسلام اباد کې وشوه او دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والی، د ترورېزم پر وړاندې مبارزه، د تاوتریخوالي کمول او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې موضوع باندې خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ په خبرو کې اسلام اباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني د راتلونکي پلان شوي سفر په اړه هم بحث وشو.
تر دې ووروسته د په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
ټاکل شوې چې ولسمشر غني د جون میاشتې په ۲۷مه پاکستان ته سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل