فاریاب کې د طالبانو په کاروان برید شوی دوه ولسوالان یې وژل شوي

21 جوزا 1398 ساعت 9:58

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه موتریز کاروان برید کړی دی.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو په یوه موتریز کاروان برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وايي پرون دوشنې د غبرګولي ۲۰ مه د طالبانو موټر په لار روان و، چې د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ د خواجه ناموسي دښته کې د بې پیلوټې الوتکې تر برید لاندې راغلل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د پښتونکوت لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حزب الله او د آلمار لپاره د طالبانو ولسوال ملا حاجي عزت الله وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې هوايي برید کې ۱۰ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي او دغه راز یې وسلې او ۷ عرادې موټر له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 117204

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117204/

جمهور
  https://www.jomhornews.com