۰

آیت الله محقق کابلي ځان حق ته وسپاره

سی شنبه ۲۱ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د اهل تشیع مشهور او پېژندل شوي دیني عالم آیت الله محقق کابلي خپل روح حق تعال ته وسپاره او ومړ.
آیت الله محقق کابلي ځان حق ته وسپاره
د اهل تشیع مشهور او پېژندل شوي دیني عالم آیت الله محقق کابلي د ورپېښې ناورغۍ له امله خپل روح حق تعال ته وسپاره او ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د شعیه علماو شورا په یوه پیغام کې تایید کړې، چې حضرت آیت الله محقق کابلي مړ شوی دی.
د شورا په پیغام کې راغلي، مرحوم کابلی چې د اهل تشیع مرجع وه او په عملي او ټولینزو برخو کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې، ځان حق ته سپارلی دی.

شورا د مرحوم کابلي مړینه د اهل تشیع او د افغانستان د دیني علمانو لپاره یوه لویه ضایعه بللې او ویلي یې دي، چې په همدې تړاو به د اهل تشیع علمیه حوزې تر دریو ورځو پورې ځنډېدلې وي.

د یادونې ده، چې آیت الله محقق کابلي په ۱۳۰۷ کال کې په پروان ولایت کې زېږدېدلی او د اهل تشیع د تقلید لویه مرجح وه، چې زیات مقلیدین یې درلودل.

هغه لوړې دیني زده کړې، په نجف کې له مشهور دیني عالمانو تر لاسه کړې وې، او د ایران په قم ښار کې د ورپېښې ناورغۍ له امله وفات شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي