کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي

21 جوزا 1398 ساعت 12:17

سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.


سیمه ییزه امنیتي چارواکي وايي زابل ولایت کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او د یوې کورنۍ شپږ غړي په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په پانیزو سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند څارمن قسیم آزادی وايي، د ملکي وګړو فیلډر موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو چې د سړک د غاړې خښ شوي ماین پرې چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چاودنه کې څلور ماشومان، او دوه ځوانان، چې د یوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117211

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117211/

جمهور
  https://www.jomhornews.com