ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې د ملاتړي بهیر هرکلی کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني په ورته وخت کې د رای ورکولو پر شرایطو برابرو ټولوکسانو غوښتي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټي کېدو په خاطر دې په ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي.
ارګ نن سه شنبې د غبرګولي ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلک باید د تېرو ټاکنو په شان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.
دغه راز ښاغلي غني ټولو اړوند ادارو په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د دغې پروسې د بریالیتوب په خاطر د اسانتیاو برابرولو په برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې ته ده، چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې ملاتړۍ بهیر تېره شنبې د غبرګولي ۱۸مه په تول هېواد کې پیل کړ چې ۲۰ ورځې به دوام ولري.
د ټاکنو کمېسیون د وروستیو معلوماتو له مخې تر دا مهاله ۲۳۶۰ کسانو نوملیکنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل