۰

خلیلزاد بلخ کې له عطا محمد نور او محقق سره لیدلي دي

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۰
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جمعیت ګوند له مشر استاد عطامحمد نور او د حاجي محمد محقق سره لیدلي دي.
خلیلزاد بلخ کې له عطا محمد نور او محقق سره لیدلي دي
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جمعیت ګوند له مشر استاد عطامحمد نور او د حاجي محمد محقق سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي نور مطبوعاتي دفتره په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې پر سیاسي، امنیتي مسایلو، سولې او ولسمشرۍ ټاکنو خبرې وکړې.

دوی په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره د ملي، سیاسي، منطقوي او نړیوالې اجماع په رامنځ ته کولو ټنیګار کړی دی او تمه یې ښودلې، چې سوله او راتلونکې ټاکنې یوې پایلې ته ورسېږي.

په ورته وخت کې خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې بلخ کې ډېر بدلونونه او پرمختګونه راغلي او د سولې او د ۱۸ کلونو لاس ته راوړنو د ستانې لپاره ملاتړ شته چې موږ هم ورسره موافق یو.

بل خوا حاجي محمد محقق هم له دې لیدنې وروسته ویلي له خیلزاد سره یې پر سولې او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو خبرې او د سولې د هڅو پر ګړندي کولو ټینګار وشو.

نوموړي زیاته کړې، هڅه دا ده، چې د سولې خبرې ګړندۍ او طالبان بین الاافغاني مذاکراتو ته چمتو شي.

ښاغلي محقق ویلي، چې په دې لیدنه کې پر ټاکنو هم خبرې وشوې او دواړه لوري د ولسمشر د صلاحیتونو د کمولو غوښتنه وکړه.

هغه تور پورې کړ، چې ولسمشر د خپل ټاکنیز ټیم په ګټه له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخلي او په یوه ورځ کې څو سفیران او څو وزیران ټاکي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي