۰

کابل ښار کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
کابل ښار کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل ښار کې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې یو لړ عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې ۱۸ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شول.

وزارت وايي، یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، درېیمې، پنځمې، شپږمې، اومې، اتمې، لسمې، اولسمې او بګرامیو له ولسوالۍ نیول شوي دي.

د سرچینې په وینا له نیول شویو کسانو څخه ۱۲۲ ګرامه هیرویین، ۳۴ ګرامه شیشه، څلور کیلو ګرامه چرس او تابلېټ کا کشف او ضبط شوي دي.

دغه راز په خپره پاڼه کې ویل شوي، د جوزجان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یاد ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې د یوه عملیات په لړ کې ۱۹ بوتله الکولي څښاک کشف او ضبط کړي او په تړاو یې یو تن نیولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي