۰
افغان او لماني چارواکي:

د سولې په تړاو د خلیلزاد تېر شپږ سفرونه بریالي نه و

چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان او المان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، له طالبانو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزا لیدنې او خبرو اترو کومه پایله نه درلوده.
د سولې په تړاو د خلیلزاد تېر شپږ سفرونه بریالي نه و
د افغانستان او المان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، له طالبانو سره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزا لیدنې او خبرو اترو کومه پایله نه درلوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د افغانستان او پاکستان لپاره د المان د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مارک پوتزل کابل کې د سولې په تړاو یوه مشورتي ناسته کې وکړې.

دا ناسته چې په سوله کې د افغان ښځو د ګډون او ونډې په اړه وه ښاغلي پوتزل ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره خلیلزاد تېرو خبرو کومه پایله نه درلوده.

د هغه په وینا سره له دې چې د طالبانو سره د خلیلزاد لیدونو او خبرو ۷ میاشتې وخت ونیوه، خو بیا هم د افغان سولې لپاره یې کومه ښکاره پایله نه درلوده.

ښاغلي پوتزل و ویل، چې اروپايي ټولنه او المان د افغان سولې په تړاو د امریکا له هڅو ملاتړ او کوښښ کوي، چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي د سولې په خبرو کې د تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوڼو او ښځو حقونو پر ساتلو د ټينګار تر څنګ زیاته کړه، چې المان او اروپايي ټولنه له دغه ډول سولې ملاتړ کوي.

د المان استازي وایي، له دې وروسته د افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او په ټول کې د سولې ټینګېدل هغه موضوعات دي، چې په جدي ډول به پرې خبرې اترې وشي.

د ده په وینا چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د المان په لومړیتوبونو کې ده، خو زیاتوی، چې په دې بهیر کې د سولې ټنګښت او د مدني حقونو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري.

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو سیاسي مرستیال ادریس زمان هم د سولې په برخه کې د امریکا هڅې وستایلې، خو په دې برخه کې یې د زلمي خلیلزاد تېرو سفرونه او خبرې بریالې ونه بللې.

نوموړي د افغانستان د سولې په برخه کې د اروپايي ټولنې او المان له هڅو هم مننه وکړه ویې ویل، افغان حکومت هڅه کوي، چې په دې برخه کې د المان رول نور هم زیات شي.

د زمان په وینا د افغان حکومت او ولس په شان اروپايي ټولنه او المان هم د سولې پروسه کې د تېرو ۱۸ کلونو د لاس ته راوڼو او مدني حقونو د خوندیتوب پلوي کوي.

نوموړي تمه وښوده، چې په نېږدې راتلونکې کې به د سولې جدي خبرې پیل او یوه ښه پایله به ولري.

افغان او الماني چارواکی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد د سولې په تړاو ۷ ځلي سفر پیل کړی دی.

هغه اوس مهال افغانستان کې دی او له افغان چارواکو او سیاسیون سره د سولې په اړه سلا مشورې کوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي