کورنیو چارو وزارت په غزني او بلخ ولایتونو کې له هټیو او وسایطو د غلا په تور د ۵ تنو غلو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې پر خپله فسبوک پاڼه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د غزني پولیسو د ښار په اړونده سیمو کې څلور تنه د غلا په تور نیولي.
سرچینه زیاتوي دغه کسانو د هټیو او لېږدوونکو وسایطو غلا کوله، چې ترې ۲۱ سېټه موبایلونه او یو موټر هم د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
بل خوا وزارت وایي، پولیسو د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ اړوند سیمه کې د موټرو د غلا په تور یو کس له یوه عراده غلا کړي موټر سره یو ځای نیولی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل