کنړ کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند پټنځای برید شوی

23 جوزا 1398 ساعت 12:00

ملي امنیت وايي، کونړ ولایت کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند یوه پټځای باندې برید شوی او د دغه ډلې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي امنیت وايي، کونړ ولایت کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند یوه پټځای باندې برید شوی او د دغه ډلې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د لشکرطیبه په پټنځای دغه برید د کونړ ولایت اسمارو ولسوالۍ کې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې پر دغه مرکز د لرې ویشتو هاوان او رکت بریدونه شوي، چې په کې د لشکر طیبه ډلې درې غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی.

لشکر طیبه پاکستان کې مېشته وسله واله ډله ده، چې د امنیتي چارواکو په وینا په افغانستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117293

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/117293/

جمهور
  http://jomhornews.com