ملي امنیت وايي، کونړ ولایت کې د پاکستاني وسله والې ډلې لشکر طیبه اړوند یوه پټځای باندې برید شوی او د دغه ډلې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د لشکرطیبه په پټنځای دغه برید د کونړ ولایت اسمارو ولسوالۍ کې شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې پر دغه مرکز د لرې ویشتو هاوان او رکت بریدونه شوي، چې په کې د لشکر طیبه ډلې درې غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دی.
لشکر طیبه پاکستان کې مېشته وسله واله ډله ده، چې د امنیتي چارواکو په وینا په افغانستان کې په ګڼو بریدونو کې لاس لري.
جمهورخبري آژانس:کابل