ناپېژانده وسله والو غزني کې یو ښوونځی سوځولی دی

26 جوزا 1398 ساعت 10:17

د غزني د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار په اړو سیمو کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.


د غزني د پوهنې ریاست وايي، ناپېژانده وسله والو د ښار په اړو سیمو کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی او سوځولی یې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د پوهنې رییس محب الرحمن انصاري وایي، دغه پېښه پرون د غزني ښار اړوند د ارزو په سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، ناپېژانده وسله والو په دغه سیمه کې د نجونو او هلکانو یوه ښوونځي ته اور ورته کړي، چې اداره او لابراتوار یې سوځلې دي.

هغه وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی او دا پېښه په داسې ځای کې شوې، چې هلته امنیتي پوسته هم شتون لري.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 


د مطلب کود: 117373

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117373/

جمهور
  https://www.jomhornews.com