۰

د اسیا پراختیايي بانک پاکستان ته د پور ورکولو راپورونه رد کړل

دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۸
د اسیا پراختیايي بانک د پاکستاني چارواکو هغه خبرې بې بنسټ بللې، چې ګنې دغه بانک پاکستان ته د ۳ ملیارد او ۴ سوه میلیونه ډالرو پور ورکوي.
د اسیا پراختیايي بانک پاکستان ته د پور ورکولو راپورونه رد کړل
د اسیا پراختیايي بانک د پاکستاني چارواکو هغه خبرې بې بنسټ بللې، چې ګنې دغه بانک پاکستان ته د ۳ ملیارد او ۴ سوه میلیونه ډالرو پور ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو د تېرې شنبې په ورځ ادعا وکړه، چې اسیايي بانک پاکستان ته د مالي اصلاحاتو او اقتصادي پیاوړتیا په موخه پور ورکوي.

دا خبره لومړی د پاکستان د پلان او پرمختیا وزیر مخدوم خسرو بختیار رسنیو ته کړې وه او ويلي یې وو، چې د اسیا پراختیايي بانک پاکستان ته د ۳ ملیارد او ۴ سوه میلیونه ډالرو پور ورکوي.

تر ده وروسته د پاکستان د لومړي وزیر د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ هم په یوه ټوېټ کې د مخدوم بختیار خبره تایید او لیکلي یې وي، چې اسیایي بانک د پاکستان د ۲۰۱۹ـ ۲۰۲۰ مالي کال لومړیو دریو میاشتو کې پاکستان ته ۲،۲ ملیارده ډالر ورکوي چې د پاکستان بهرنیو حسابونو ته به یې ښه ګټه ورشي.

خو د اسیا پراختیايي بانک د پاکستاني چارواکو دا خبرې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، دوی له پاکستان سره داسې کومه ژمنه نه ده کړې.

د اسیایي بانک استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې عبدالحفیظ شیخ سره لیدنه کې نوموړي د بانک چارواکو ته د خپل هېواد د زیاتو پورونو شکایت کړی دی.

په اعلامیه کې د پاکستان لپاره د اسیایي بانک د مشر شیاوهونګ یانګ له قوله راغلي، په دې اړه یوازې خبرې روانې دي او بانک چې هر کله د مرستې په اندازه او جزیاتو باندې پریکړې ته ورسیده هغه مرسته بیا د بانک د رهبرۍ لخوا اعلانیږي.

د اسیا پراختیايي بانک پر داسې مهال پاکستان ته د پور ورکولو راپورونه ردوي، چې د دغه هېواد اقتصادي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی او همدا اوس د پاکستاني کلدارې ارزښت د ډالر پر وړاندې بې ساری ټیټ شوی دی.

د راپورونو له مخې پاکستان کې دا مهال یو ډالر ۱۵۸ پاکستاني کلدراو ته پورته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي