د ملي امنیت شورا سلاکار:

د ننګرهار امنیتي وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي

27 جوزا 1398 ساعت 13:54

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې شورا نه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي محب دغه څرګندونې د امنیت شورا په ناسته کې وشوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې د ننګرهار په ګډون د ځینو ولایتونو پر امنیتي وضعیت بحث وشو او ښاغلي محب امنيتي بنسټونو ته سپارښتنه وکړه، چې په ننګرهار کې د جنایي جرمونو، ترهګريزو فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

د ملي امنیت شورا سلاکار پر داسې مهال ننګرهار کې د امنیت وضعیت پر کابو کولو ټینګار کوي، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې امنیتي پېښې، غلکچي بریدونه او انسان تښتونه زیاته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com