۰

د افغان کډوالو په اړه شپږمه سیمه ییز ناسته اسلام آباد کې وشوه

سی شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
د کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان، ایران او کډولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د سیمه ییزې کړنلارو کمېټې شپږمه ناسته اسلام آباد کې تر سره شوه.
د افغان کډوالو په اړه شپږمه سیمه ییز ناسته اسلام آباد کې وشوه
د کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان، ایران او کډولو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د سیمه ییزې کړنلارو کمېټې شپږمه ناسته اسلام آباد کې تر سره شوه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ناسته کې د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د پاکستان د سرحدونو وزیر شهریار خان افریدي، د ایران د کورنیو چارو وزارت مرستیال حسین ذالفقاري او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو چارواکو ګډون درلود.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وایي، دا ناسته به درې ورځې دوام ولري او په کې به په پاکستان او ایران کې د افغان ګډوالو د پاتې کېدو پر پروسه خبرې وشي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په ناسته کې به له ایران او پاکستانه په خپله خوښه د افغان کډوالو پر راستنېدو هم خبرې وشي او د افغانستان ټینګار پر دې دی، چې ګډوال باید په زور له دغه هېوادونو راونه ایستل شي.

د کډوالو چارو وزارت د ویاند په وینا په ناسته کې به د افغان کډوالو بېرته راستنېدو لپاره په حل لارو هم خبرې وشي او د ناستې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

د یادونې ده، چې دا مهال په پاکستان کې کابو دوه میلیونه او ایران کې تر دوه نیم میلیونه زیات افغان کډوال مېشت دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي