افغانستان کې یو بل بانک هم وتړل شو

28 جوزا 1398 ساعت 10:26

د افغانستان بانک چارواکي وايي، هېواد کې د کمرشل (سوداګرۍ) خصوصي بانک هم له بانکي مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله وتړل شو.


د افغانستان بانک چارواکي وايي، هېواد کې د کمرشل (سوداګرۍ) خصوصي بانک هم له بانکي مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله وتړل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کمرشل بانک ستونزه اصلاً په ۲۰۱۲ م کال هغه مهال پیل شوه چې د براک (BRAC) بانک د لایسنس پر اساس یې واړه پورونه ورکول.

خو د افغانستان بانک چارواکي وايي چې کمرشل بانک د سرغړونو په خاطر، چې د تاسیس له پیله یې کولې، دېوالیه شوی دی.

د افغانستان بانک وايي، کمرشل بانک داسې کسانو ته پورونه ورکول چې ورڅخه اخیستل او یا یې تعقیبول ګرانه وو او له بلې خوا د دغه بانک ونډه والو ورڅخه پیسې ایستلې.

دا په تېرو ۱۰ کلونو کې څلورم بانک دی چې په افغانستان کې دېوالیه کېږي.

تر دې وړاندې کابل بانک، د پاکستان حبیب بانک او د ایران ارین بانک هم دیوالیه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com