د افغانستان بانک چارواکي وايي، هېواد کې د کمرشل (سوداګرۍ) خصوصي بانک هم له بانکي مقرراتو څخه د سرغړونې له کبله وتړل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کمرشل بانک ستونزه اصلاً په ۲۰۱۲ م کال هغه مهال پیل شوه چې د براک (BRAC) بانک د لایسنس پر اساس یې واړه پورونه ورکول.
خو د افغانستان بانک چارواکي وايي چې کمرشل بانک د سرغړونو په خاطر، چې د تاسیس له پیله یې کولې، دېوالیه شوی دی.
د افغانستان بانک وايي، کمرشل بانک داسې کسانو ته پورونه ورکول چې ورڅخه اخیستل او یا یې تعقیبول ګرانه وو او له بلې خوا د دغه بانک ونډه والو ورڅخه پیسې ایستلې.
دا په تېرو ۱۰ کلونو کې څلورم بانک دی چې په افغانستان کې دېوالیه کېږي.
تر دې وړاندې کابل بانک، د پاکستان حبیب بانک او د ایران ارین بانک هم دیوالیه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل