کندهار کې یو کس خپل مور او دوه وروڼه وژلي دي

29 جوزا 1398 ساعت 10:10

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، یو کس په خپله مور او دوه ناسکه ورڼو ډزې کړې او وژلي یې دي، خو تر اوسه یې لامل نه دی معلوم.

د چارواکو په وینا سیمې ته پولیس ورغلي او پلټنې روانې دي.

بل خوا د سیمې خلک وایي، پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 


د مطلب کود: 117495

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117495/

جمهور
  https://www.jomhornews.com