۰

کندهار کې یو کس خپل مور او دوه وروڼه وژلي دي

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي.
کندهار کې یو کس خپل مور او دوه وروڼه وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کندهار ولایت کې یو کس خپله مور او دوه ناسکه وروڼه د ټوپک په ډزو وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۲۸ مه د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، یو کس په خپله مور او دوه ناسکه ورڼو ډزې کړې او وژلي یې دي، خو تر اوسه یې لامل نه دی معلوم.

د چارواکو په وینا سیمې ته پولیس ورغلي او پلټنې روانې دي.

بل خوا د سیمې خلک وایي، پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي