طالبانو د بادغیس پر جوند ولسوالۍ برېښنا پرې کړې ده

29 جوزا 1398 ساعت 16:23

بادغیس د برېښنا شرکت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په مرکز برېښنا پرېکړې ده.


 بادغیس د برېښنا شرکت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په مرکز برېښنا پرېکړې ده.

د دغه ولایت د برېښنا امر محمد طاهر عظیمي جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو دغه کار د دوی تر واک لاندې سیمو باندې د دولت له لوري د خوراکي موادو د بندولو په غبرګون کې کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو یادې ولسوالۍ ته د ترکمنستان د واردادتي برېښنا غځېدلې ستنې او تارونه سنګ آتش په سیمه کې له منځه وړي او برېښنا یې پرې کړې ده.
 
د دغه برېښنا د پرېکدو له امله ان د ولایت تر مرکز قلعه نو پورې خلک له برېښنا بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

حکومت هڅه کوي، چې د برېښنا مزي بېرته ونښلوي، خو تر اوسه بریالي شوي دی.

طالبانو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور



 


د مطلب کود: 117511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com