بادغیس د برېښنا شرکت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ په مرکز برېښنا پرېکړې ده.
د دغه ولایت د برېښنا امر محمد طاهر عظیمي
جمهور خبري آژانس ته و ویل، طالبانو دغه کار د دوی تر واک لاندې سیمو باندې د دولت له لوري د خوراکي موادو د بندولو په غبرګون کې کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو یادې ولسوالۍ ته د ترکمنستان د واردادتي برېښنا غځېدلې ستنې او تارونه سنګ آتش په سیمه کې له منځه وړي او برېښنا یې پرې کړې ده.
د دغه برېښنا د پرېکدو له امله ان د ولایت تر مرکز قلعه نو پورې خلک له برېښنا بې برخې او له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
حکومت هڅه کوي، چې د برېښنا مزي بېرته ونښلوي، خو تر اوسه بریالي شوي دی.
طالبانو هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:غور