د بشري حقونو د څار د اسیايي برخې مسوولې پاتریشیا ګاسمن وايي، زورواکي د افغانستان په قضايي نظام کې پراخ نفوذ لري او د عدالت مخه یې نیولې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې مېرمن ګاسمن د فوټبال فدراسیون د پخواني رییس کرام الدین کرام قضیې ته په اشارې زیاته کړې، چې هغه یو زرواکی دی او همدا مسئله د دې سبب شوې چې تر ننه پورې د عدلي او قضايي ارګانونونو له لوري و نه نیول شي.
نوموړې په خبلو تازه څرګندونو کې په دې اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده ویلي یې دي، په قضايي ادارو کې باید د زورواکانو او فساد مخه ونیول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل