۰

ارګ د ولسمشر له خوا د پارلمان د بندولو راپور رد کړ

پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ له وروستیو ناندریو چې پرون د استازو تر منځ تر فزیکي شخړې پورې ورسېدې ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ولسمشر د پارلمان دروازه تړي.
ارګ د ولسمشر له خوا د پارلمان د بندولو راپور رد کړ
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ له وروستیو ناندریو چې پرون د استازو تر منځ تر فزیکي شخړې پورې ورسېدې ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې ولسمشر د پارلمان دروازه تړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونو کې د ولسمشر غنی له قوله راغلي و، چې که د جرګې استازو په یوه اوونۍ کې خپله ستونزه حل نه دي پارلمان به بند کړي.

خو د ولسمشر ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري دغه راپور چې پژواک خبري آژانس خپور کړی و په کلکه رد او ویلي یې دي د ولسمشر له خوا د پارلمان د بندېدو په اړه د پژواک خبر بې بنسټه دي.

د یادونې ده، چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د وکیلانو تر منځ ناندرۍ روانې، چې پرون ان ترفزیکي شخړې پورې ورسېدې.

دا ستونزه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د ریاست د څوکۍ لپاره له دوه نوماندانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي یو هم ونه توانېده، چې پوره رایې یوسي.

په ټاکنو کې چې په هغه ورځ د ولسي جرګې نصاب ۲۴۷ و د ګټونکي نوماند رایه د پنځوس جمع یو په حساب باید ۱۲۴ وي، خو هغه مهال ۲۴۴ وکیلانو رایې کارولې وې.

له دغه رایو څخه رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې او یوه رایه کې یې چې نښاني شتون درلود جنجالي شوه او له همدې امله د پارلمان ناندرۍ تر نن پورې روانې دي.

رحماني ځان ګټونکی بولي خو د اصولي ملاتړي وایي، په رای اچونه کې درغلې شوې او ټاکنې باید له سره وشي.

تر یوې میاشتط جنجال وروسته ټاکل شوې وه، وکیلان پرون چهارشنبې پر یوه جنجالي رایه له سره رای اچونه وکړي، خو بیا یې ناندرۍ پورته او سره لاس او ګیروان شول.

ځینو وکیلانو غوښتل رای اچونه باید پټه وشي، ځینو ویل غلني او ځینو هغو بیا د مختلطې رای کارونې وړاندیز کړی چې ټولو په مختلط کړنلاره توافق وکړ، خو د جرګې موقتي منشي عبدالقادر قلاتوال و ویل، چې دا کړنلاره د جرګې د داخلي دندو د اصولو خلاف عمل دی.

له همدې سره د رحماني او اصولي د پلویانو تر منځ بیا غوغا جوړه او ان تر فزیکي شخړې پورې ورسېدل.

د رحماني یوه پلوي میر امان الله ګذز و ویل، چې دی رحماني د ریاست پر څوکۍ کېنوي او د ټولو دې لاس خلاص وي، خو په مقابل کې یې اصولي و ویل، چې په زور پر دوی باندې د چا پلار هم ریاست نه شي کولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي