افغان ځواکونو وردګو کې د طالبانو یو زندان مات کړی

30 جوزا 1398 ساعت 13:14

کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونو وردګو ولایت کې عملیات تر سره کړي او په ترڅ کې یې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.


کورنیو چارو وزارت وایي، افغان ځواکونو وردګو ولایت کې عملیات تر سره کړي او په ترڅ کې یې د طالبانو یو زندان مات کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سېبکه، عربان او بوم تنګي سیمو کې عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات او ۱۳ تنه زندانیان ترې راخوشي شوي دي، خو دا چې خوشي شوي کسان نظامي دي که ملکي وزارت څه نه دي ویلي.

د وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو د مهماتو او وسلو یوه زېرمه هم د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او څلور میله کلاشنکوف، څلور قبضې راکټونه، یو ۸۲ ملي متري توب تر لاسه شوي دی.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د عملیاتو پر مهال د ملا جانان په ګډون څو تنه شکمن کسان هم د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117544

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117544/

جمهور
  https://www.jomhornews.com