۰

اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي

شنبی ۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
ټاکل شوې نن شنبې د چنګاښ لومړی نېټه د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې یوه غونده جوړه شي.
اسلام آباد کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړېږي
ټاکل شوې نن شنبې د چنګاښ لومړی نېټه د افغانستان د سولې په تړاو د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې یوه غونده جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډې ته یو شمېر افغان سیاسیون ورغوښتل شوي، چې ویل کېږي ځینې یې اسلام آباد ته رسېدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي، د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر، د دغه ټیم لومړی مرستیال محمد یونس قانوني، دوهم مرستیال محمد محقق، د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور، جمعیت ګوند غړی اسماعیل خان، سید حامد ګیلاني، د ولسمشرۍ نوماند لطیف پدرام په ګډون کابو ۳۰ سیاستوال ورغوښتلي دي.

پاکستاني رسنس وايي، غونډه به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وینا پرانستل شي، خو تر اوسه د ناستې اجندا او دا نه ده معلومه چې افغان سیاسیون ورغلي که نه.

خو ویل کېږي ګلبدین حکمتیار، عطا محمد نور، محمد محقق، لطیف پدرام او حامد ګیلاني له کابله په الوتکه کې اسلام اباد ته رسېدلي دي، خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې دی په دغه غونده کې ګډن نه غوي.

 د کرزي دفتر ویلي، دی هم د پاکستان په کوربه توب د سرطان د اولې نېټې بین الافغاني ناستې ته بلل شوی، خو له دې کبله چې وخت کم و، لازمې مشورې په کې نه شوی کېدای او د سفر تیاری هم نه کېده، نو له دې کبله به نننۍ غونډه کې به د حامد کرزي استازیتوب نه وي.

قطر کې د وسله والو طالبانو دفتر هم ویلي، چې دوی د اسلام آباد غونډې ته نه دي بلل شوي، خو ځینې راپورونه وايي، دغه غوندې ته ملا عبدالغني برادر هم ورغوښتل شوی دی.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه، چې دې غونډې ته د افغان حکومت استازي ورغوښتل شوي که نه.

پاکستان کې د افغان سولې په تړاو غونده او ورته افغان سیاسیون پر داسې مهال غوښتل کېږي، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ ولسمشر غني هم دغه هېواد ته سفر وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي