پخواني امریکايي جنرال:

امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړې دي

3 سرطان 1398 ساعت 13:51

په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک وايي، امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړي دي.


په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک وايي، امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکایي ورځپاڼې میلټري د دغه امریکايي جنرال له قوله لیکلي په ټوله کې لویه نیمګړتیا د افغانستان لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړې، یوه تېروتنه دا وه، چې امریکا باید خپل ځواکونه هرې خواته نه وای تیت کړي او امریکایي حل لارې یې باید نه وای وړاندې کړې.

دغه راز هغه لیکلي، بله تېروتنه دا وه، چې د سیمه ییزو ځواکونو او ادارو د پياوړي کولو پر ځای یې باید د مرکزي حکومت پياوړي کولو ته ملا تړلې وای.

دا پخواني جنرال لېکي امریکا طالبان پرېښودل چې بیا سره یو ځای شي او د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف د بې اغیزه کړنو هم همدې ته لاره هواره کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 117642

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117642/

جمهور
  https://www.jomhornews.com