۰
پخواني امریکايي جنرال:

امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړې دي

دوشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک وايي، امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړي دي.
امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړې دي
په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک وايي، امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکایي ورځپاڼې میلټري د دغه امریکايي جنرال له قوله لیکلي په ټوله کې لویه نیمګړتیا د افغانستان لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړې، یوه تېروتنه دا وه، چې امریکا باید خپل ځواکونه هرې خواته نه وای تیت کړي او امریکایي حل لارې یې باید نه وای وړاندې کړې.

دغه راز هغه لیکلي، بله تېروتنه دا وه، چې د سیمه ییزو ځواکونو او ادارو د پياوړي کولو پر ځای یې باید د مرکزي حکومت پياوړي کولو ته ملا تړلې وای.

دا پخواني جنرال لېکي امریکا طالبان پرېښودل چې بیا سره یو ځای شي او د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف د بې اغیزه کړنو هم همدې ته لاره هواره کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي