کابل کې د غلو یوه خطرناکه ډله نیول شوې ده

3 سرطان 1398 ساعت 14:08

کابل پولیس وایي، په ښار کې یې د وسله والو خطرناکه غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې، چې د غلا په ډېرو پېښو کې یې لاس درلود.


کابل پولیس وایي، په ښار کې یې د وسله والو خطرناکه غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې، چې د غلا په ډېرو پېښو کې یې لاس درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دا ډله غله د ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

د هغه په وینا یادو غلو د کابل ښار په اوومه، دریمه، دیارلسمه او شپږمه حوزه کې به یې له خلکو وسله والې غلاوې کولې او نورو جرمونو کې یې هم لاس درلود.

د کابل د پولیسو ویاند وایي، دغه غلو له یوه ټکسي موټر نه په ګتنې غلاوې کولې او په لارو کې به یې شوکې کولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117644

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117644/

جمهور
  https://www.jomhornews.com