کابل پولیس وایي، په ښار کې یې د وسله والو خطرناکه غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې، چې د غلا په ډېرو پېښو کې یې لاس درلود.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، دا ډله غله د ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
د هغه په وینا یادو غلو د کابل ښار په اوومه، دریمه، دیارلسمه او شپږمه حوزه کې به یې له خلکو وسله والې غلاوې کولې او نورو جرمونو کې یې هم لاس درلود.
د کابل د پولیسو ویاند وایي، دغه غلو له یوه ټکسي موټر نه په ګتنې غلاوې کولې او په لارو کې به یې شوکې کولې.
جمهورخبري آژانس:کابل