۰

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله سویس ته لاړ

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کران مونتانا په دېرشم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله سویس ته لاړ
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کران مونتانا په دېرشم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه سویس ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست وایي، ښاغلي عبدالله نن پنشنبې د چنګاښ ۶ مه د کران مونتانا نړیوال بنسټ د مشر ښاغلي جینپول کرتن په رسمي بلنه سویس ته ور روان شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلي عبدالله به د کران مونتانا کنفرانس کې د ګډون تر څنګ هلته وینا هم وکړي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه به هم معلومات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اجرائیه رییس به دغه را د دې کنفرانس په څنډو کې یو شمېر هېوادونو له استازو او شخصیتونو سره هم وګوري.

باید و ویل شي، چې د مونتانا کنفرانس به د ۲۰۱۹ کال له روانې میاشتې له ۲۶ مې تر ۲۹ پورې د سویس په ژنیو ښار کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به د سلو زیاتو هېوادونو مشران، لومړي وزیران، سیاسیون، نړیوال او سیمه ییز استازي، د غیر دولتی بنسټونو استازي، سوداګر او پانګوال ګدون ولري.

په دې کنفرانس کې به په نړیوال او سیمه ییزه کچه اقتصادي، سیاسي، سیمه ییزې، نړیوالې او بشري موضوګانو باندې خبرې او بحثونه وشي.

د یادونې ده، چې په دې کنفرانس کې به د ابرېښم لار چې د چین له خوا په لار اچول شوې هم تر بحث لاندې ونیول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي