سلام رحیمي د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې په چارو کې وزیر وټاکل شو

8 سرطان 1398 ساعت 10:11

د ولسمشر غني د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.


د ولسمشر غني د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ نن شنبې د چنګاښ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي رحمي د ولسمشر د حکم پر اساس په دغه پوست ټاکل شوی دی.

د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ مې فقرې پر بنسټ د ښاغلي عبدالسلام رحیمي ټاکنه په خارج رتبه بست کې د ولسمشر د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه راته د منلو دی.

په دغه حکم کې راغلي، چې نوموړی به د کابینې، امنیت شورا، کمېسیونونو او سولې عالي شورا په ټولو غونډه کې د مخکنیو حقوقو او امتیازاتو په لرلو سره خپلې چارې مخ ته وړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117796

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117796/

جمهور
  https://www.jomhornews.com