۰

ولسي جرګه کې د خوست د استازي کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۴
د خوست د ګربزو ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان او په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د استازي کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی دی.
ولسي جرګه کې د خوست د استازي کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی
د خوست د ګربزو ولسوالۍ پخواني امنیه قوماندان او په ولسي جرګه کې د یاد ولایت د استازي کمال ناصر اصولي ورور وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اصولي ورور قدیر الله نن یکشنبې د چنګاښ ۹ مه د خوست د ګربزو ولسوالۍ په مرکز څارن کوټ کې وژل شوی دی.

د خوست د والایتي شورا غړی لطف الله بابکر خېل وايي، قدیر الله خپل یوه ساتونکي سره یو ځای د ولسوالۍ د برحاله ولسوال عبدالحی ځاځي د کورنۍ سره په نښته کې وژل شوی دي.

بابکر خېل امریکا غږ ته ویلي چې، قديرالله له خپل يوه ساتونکي سره د خوست په مرکز څارن کوټ ښارګوټي کې د ولسوال عبدالحي ځاځي پر کور نن سهار ورننوتلی، لومړی يې د عبدالحی ځاځي ساتونکی ويشتلی او بيا يې د کور پر نورو غړو ډزې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې  د ولسوال ساتونکی زخمي شوی، خو د ښځو له لوري په متقابلو ډزو کې د ګربزو ولسوالۍ پخوانی امنيه قوماندان او د ولسي جرګې د غړي کمال ناصر اصولي ورور قديرالله وژل شوی او ساتونکی يې ټپي دی.

د خوست سیمه ییز او امنیتي چارواکو هم د پېښې او به کې د قدیر الله د وژل کېدو پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

خپله د ګربزو ولسوال عبدالحي ځاځي ویلي، چې دی کابل ته په رسمي سفر تللی او د کورنیو غړو ورته ویلي، چې قدیرالله یې په کور بریدو کړی و او وژل شوی دی.

نوموړي ادعا کړې، چې قدیر الله نشه يي و او په ځینو جنايي پېښو کې یې لاس درلود او غوښتل یې چې بیا ځان امنیه قوماندان مقرر کړي، خو ده یې مخالفت کاوه.

تر دې مهاله د قدیرالله کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې قديرالله څو کلونه د ګربزو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه، خو شااوخوا يو نيم کال مخکې له دندې لېرې او پر ځای یې نوی امنيه قوماندان معرفي شو.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي