۰

افغانان هر کال د درملنې لپاره تر ۵ سوه میلیونه زیات ډالر بهر کې لګوي

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د مالیې وزارت وایي، په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د کموالي له امله افغانان هر کال د خپلې درملنې لپاره تر پنځه سوه میلیون ډالرو زیاتې پیسې په بهیر کې لګوي.
افغانان هر کال د درملنې لپاره تر ۵ سوه میلیونه زیات ډالر بهر کې لګوي
د مالیې وزارت وایي، په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو د کموالي له امله افغانان هر کال د خپلې درملنې لپاره تر پنځه سوه میلیون ډالرو زیاتې پیسې په بهیر کې لګوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا خبره د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي کابل کې د سرطان ناورغۍ سره د مبارزې په سمپوزیم کې وکړه.

نوموړي یوازې د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره له افغانستان څخه وتوونکي پيسې د پام وړ وبللې او ویلې ویل، چې هر کال له افغانستان څخه تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې د ناروغیو په ځانګړې ډول د سرطان د درملنې لپاره له هېواد څخه وځي.

د هغه په وینا افغانان یوازې د سرطان د درملنې لپاره تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې د هېواده بهیر لګولي او دا ځکه چې په هېواد کې د دغه ناروغۍ د درملنې مرکزونه شتون نه لري.

د مالي وزارت سرپرست زیاته کړه، چې ډېر ژر به د سرطاني ناروغۍ د درملنې لپاره پرمختللي ماشین آلات د کابل به جمهوریت روغتون کې برابر او دغه راز به تر راتلونکو دوه کلونو پورې د دغه ناروغۍ د تشخیص څلور مرکزونه په کابل، هرات او ننګرهار کې جوړ شي.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې د سرطان ناروغۍ د څېړنو لپاره به د کابل په جمهوریت او علي جناح روغتونو کې مرکزونه تر یوې میاشتې پورې جوړ شي.

ښاغلي قیومي و ویل، چې تېر کال په سرطان ناروغۍ ۲۰ زره کسان په هېواد کې اخته و، چې له دې ډلې یې ۱۶ زره کسانو خپل زوند له لاسه ورکړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي