۰
کورنیو چارو وزارت:

پر مچلغو بند په برید کې ۳۱ طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د مچلغو بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شوي دي.
پر مچلغو بند په برید کې ۳۱ طالبان وژل شوي دي
کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې د مچلغو بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو له سخت ځواب سره مخ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت ویلي، طالبانو تېره شپه د یاد بند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، جګړه وړمه شپه رامنځ ته شوه.

وزارت وايي، طالبان د افغان امنیتي ځواکونو او ساتندویه قطعې له سخت غبرګون سره مه او په جګړه کې د څو ډلمشرانو او پاکستاني وسله والو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په جګړه کې طالبانو یو میل هشتادو دو، یو میل راکټ، یو میل پیکا، کلاشینکوفونه او یو شمېر نور سپک او درانه مهمات او تجهیزات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

کورنیو چارو وزارت په دغه جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، په جګړه کې د بند ساتونکو او افغان ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي