ډاکتر عبدالله بلخ ولایت ته ولاړ

10 سرطان 1398 ساعت 12:28

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه مزارشریف ښار ته ورسېد او په دغه نندارتون کې به د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی عبدالله به له ښاغلي اوف سره یو ځای د ازبکستان د نندارتون په پرانسته کې وینا وکړي او دغه راز به د بلخ له ملکي او نظامي مسوولینو، مدنې ټولنې، ولایتي شورا، او قومي مخورو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117874

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117874/

جمهور
  https://www.jomhornews.com