۰

ډاکتر عبدالله بلخ ولایت ته ولاړ

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۸
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.
ډاکتر عبدالله بلخ ولایت ته ولاړ
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله بلخ ولایت ته تللی او هلته به د ګاونډي هېواد ازبکستان د سوداګریزه صنایعو په نندارتون کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه مزارشریف ښار ته ورسېد او په دغه نندارتون کې به د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره وګوري.

سرچینه زیاتوي، چې ښاغلی عبدالله به له ښاغلي اوف سره یو ځای د ازبکستان د نندارتون په پرانسته کې وینا وکړي او دغه راز به د بلخ له ملکي او نظامي مسوولینو، مدنې ټولنې، ولایتي شورا، او قومي مخورو سره هم وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي