۰

د کابل په ننني برید کې ۵۰ تنه یوازې د ښوونځي زده کوونکي ټپیان شوي

دوشنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۴
پوهنې وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار د نن ورځې په موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۵۰ تنه یوازې د ښوونځي زده کوونکي ټپیان شوي دي.
د کابل په ننني برید کې ۵۰ تنه یوازې د ښوونځي زده کوونکي ټپیان شوي
پوهنې وزارت تاییدوي، چې د کابل ښار د نن ورځې په موټر بم او ډلیز وسله وال برید کې ۵۰ تنه یوازې د ښوونځي زده کوونکي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو نن دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه د کابل ښار د ۱۶ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د پوځ په یوه مرکز لومړی موټر بم ځانمرګی او وروسته ډلیز وسله وال برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت وایي، له چاودنې وروسته څو تنه وسله وال په یاده سیمه کې یوې ودانۍ ته پورته شوی، چې د امنیتي ځواکونو سره لا هم په جګړه بوخت دي، خو ډېر ژر به له منځه یووړل شي.

طالبانو هم د برید مسوولیت اخیستی او ویلي یې دي چې د دوی څو تنه په وسلو سمبال کسان په یاده سیمه کې د ملي دفاع وزارت پر لوجستیک ریاست برید کړی او ګڼو افغان پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې ده، چې د نن په چاودنه کې چې ډېره زوروه وره، په سیمه کې د استوګنې کورنو، دولتي او خصوصي ودانیو ته هم زیات زیان اړولی او عام وګړي یې ټپیان کړي دي.

د چاودنې په سیمه کې یو خصوصي عزیر نمبر ۲ ښوونځی هم شتون لري، چې تر ډېره ټپیان هم د همدغه ښوونځي دي.

پوهنې وزارت وایي، په چاودنه کې د یاد ښوونځي ۵۰ زده کوونکي ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

باید و ویل شي، چې د زده کوونکو تر څنګ په دغه چاودنه کې ګڼ شمېر نورو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم تر اوسه په رسمي ډول د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ښودل شوې، خو ځينې سرچینې وایي، تر اوسه ۳۶ تنه وژل شوي او تر ۷۰ پورې ټپیان شوي، چې ټول یې ملکي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي