د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې د تورخم بندر به د راتلونکې اګست میاشتې څخه ۲۴ ساعته د ترافیکو پر مخ پرانستی وي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د پاکستان حکومت دغه اعلان پرون دوشنبې د چنګاښ ۱۰ مه کړی او چارواکو یې دا یو ښه اقدام او خبر بللی دی.
پاکستاني چارواکو ویلي، له دې کار یې هدف د دوه اړخیزه سوداګریزه فعالیتونو لپاره اسانتیا رامنځ ته کول او د تجارتي فعالیتونو زیاتوي دي.
د پاکستان حکومت دغه تصمیم یاد هېواد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له وروستي سفر څخه وروسته نیولی او اعلان کړی دی.
ولسمشر غني تېره اوونۍ پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی و او هلته یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي، بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د پوځ له مشر جنرال باجوه او ګڼو نورو چارواکو سره په سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییز اتصال، امنیت او سولې خبرې کړې وې.
ښاغلي غني پاکستان کې د سوداګرو یوې غونډې ته وینا کې و ویل، چې عمران خان او باجوه ورسره ژمنه کړې، چې تورخم بندر به ۲۴ ساعته خلاص وي.
جمهورخبري آژانس:کابل