دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

11 سرطان 1398 ساعت 13:38

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د چنګاښ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر سره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو یاد عملیات، په فاریاب، بادغیس، فراه، پکتیا، وردګ، غزني، تخار، هلمند، کاپيسا، خوست، لوګر، نیمروز، هرات، بلخ او سرپل کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۱۷۶ وسله وال طالبان وژلش وي، ۷۵ تنه ټپیان او پنځه تنه یې هم ژوندي نیول شوي دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۱۸۰ افغان امنیتي ځواکونو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 117908

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117908/

جمهور
  https://www.jomhornews.com