پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر او هلته د پاکستاني لوري سره د شویو هوکړه لیکونو د تقیب لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ ګډې تخنیکي ناستې جوړېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې خاطر د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست همایون قیومي کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله خان سره نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۲ مه کتلي دي.
د مالیې وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، کابل او اسلام آباد به د دغه شویو هوکړو د تعقیب لپاره دوه تخنیکي غوندې جوړې کړي، چې یوه به یې کابل او بله به یې اسلام آباد کې وشي.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي قیومي د پاکستان له سفیر سره پر یو شمېء دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزه مسایلو هم خبرې اترې کړې دي.
سرچینه وایي، د ماليې وزارت سرپرست د پاکستان سفير ته يادونه کړې چې د تورخم او سپین بولدک ګمرکونه ۲۴ ساعته فعاليت ته چمتو دي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان دې هم ملي سوداګرو او مسافرينو ته د اسانتياوو برابرولو په موخه دې د افغانستان په شان ګمرکي فعاليتونه ۲۴ ساعته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل