جوزجان کې ۴۳ سرتېري له طالبانو راخوشي کړل شوي

13 سرطان 1398 ساعت 8:49

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو جوزجان ولایت کې ۴۳ برمته افغان سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو جوزجان ولایت کې ۴۳ برمته افغان سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا او یو شمېر نور د ملي امنیت، پولیسو او سیمه ییز پولیسو د تېرې دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شول.

طالبانو پر دغه ولسوالۍ له دریو ورځو بریدونو وروسته مرکز ونیوه او د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې او برمته کولو ادعا یې وکړه.

د جوزجان چارواکي مني، چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی، خو په وینا یې ډېر ژر به یې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي.

پرون دفاع وزارت و ویل، چې سیمې ته د پوځ ځانګړي ځواکونه رسېدلي تر چې طالبان وځپي او ولسوالي بېرته ترې ونیسي.

په همدې وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان وايي، افغان پوځ پرون ۴۳ سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.

د هغه په وینا د ځینو پوځیانو، پولیسو او ولسي پاڅونوالو په اړه لا هم معلومات نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 117964

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117964/

جمهور
  https://www.jomhornews.com