۰

جوزجان کې ۴۳ سرتېري له طالبانو راخوشي کړل شوي

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو جوزجان ولایت کې ۴۳ برمته افغان سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.
جوزجان کې ۴۳ سرتېري له طالبانو راخوشي کړل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو جوزجان ولایت کې ۴۳ برمته افغان سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا او یو شمېر نور د ملي امنیت، پولیسو او سیمه ییز پولیسو د تېرې دوشنبې په ورځ د جوزجان ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا برمته شول.

طالبانو پر دغه ولسوالۍ له دریو ورځو بریدونو وروسته مرکز ونیوه او د ګڼو سرتېرو د مرګ ژوبلې او برمته کولو ادعا یې وکړه.

د جوزجان چارواکي مني، چې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دی، خو په وینا یې ډېر ژر به یې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي.

پرون دفاع وزارت و ویل، چې سیمې ته د پوځ ځانګړي ځواکونه رسېدلي تر چې طالبان وځپي او ولسوالي بېرته ترې ونیسي.

په همدې وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان وايي، افغان پوځ پرون ۴۳ سرتېري د طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.

د هغه په وینا د ځینو پوځیانو، پولیسو او ولسي پاڅونوالو په اړه لا هم معلومات نشته.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي