۰
واشنګټن ایکزماینر:

طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو سوله نه

پنجشنبه ۱۳ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
واشنګټن ایکزماینر په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې وايي، داسې ښکاري، چې طالبان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو سوله نه غواړي.
طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو سوله نه
واشنګټن ایکزماینر په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې وايي، داسې ښکاري، چې طالبان له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي خو سوله نه غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه نشریې په یوه مقاله کې ویلي طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی، له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته نه دي چمتو، اوربند ته نه دي تیار خو له امریکا سره خبرو کې هم د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار کوي.

د سرچینې په وینا له دې ښکاري، چې طالبان په هر قیمت د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، خو سوله نه غواړي.

نشریه زیاتوی، له طالبانو دا تمه کول هم په کار نه دي چې ګواکي دوی به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي او یا به له ترهګرو سره همکاري نه کوي.

په ورته وخت کې نشریه دا هم ویل،يچ ې امریکايي ځواکونو ته په کار ده، چې له افغانستانه ووځي، ځکه حضور یې په دې هېواد کې بې ګټې او بې اغېزې دی.

ایکزماینر ټینګار کړی چې له افغانستان به بیا هېڅ وخت د سپټمبر پېښه تکرار نه شي، ځکه هغه وخت د امریکا په حکومت کې ستونزې موجودې وې چې اوس ختمې شوې دي.

د سرچینې په باور د امریکا د امنیت دتامین لپاره په افغانستان کې د سرتېرو حضور نه دی مهم، خو د استخباراتي ادارو پیاوړي کول او په حکومت کې همغږي مهمه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرې شنبې راهیسې پر افغان سوله خبرې روانې دي، چې دواړه لوري په کې د پرمختګ خبر ورکوي، خو کومه موافقه تر اوسه نه ده شوې.

سرچینې وايي، په ټولو خبرو توافق شوی خو طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل په شپږو میاشتو کې غواړي، خو امریکايي لوری دغه موده له پنځو میاشتو تر دوه کلونو یادوي.

 له دې خبرو سره هم مهاله د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، سرتېري باسي خو په افغانستان کې به یوه قومي استخباراتي ډله پرېږدي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي او دې کار ته به اجازه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي