د غزني په یوه جومات کې چاودنې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

15 سرطان 1398 ساعت 10:21

کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د غزني ښار په یوه جومات کې چاودنې یو لمونځ کوونکی وژلی او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.


کورنیو چارو وزارت تاییدوي، چې د غزني ښار په یوه جومات کې چاودنې یو لمونځ کوونکی وژلی او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون جمعه د چنګاښ ۱۴ مه ماښام مهال د غزني ښار د لومړۍ حوزې اړوند په محمدیه جومات کې رامنځ ته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې یو تن په کې وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي.

خو د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په دغه چاودنه کې یو هلک او یو بل کس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 118011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com