سیمه ییز چارواکي وایي، ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت پر موټر په چاودنه کې د یوه مدیر په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون جمعه د چنګاښ ۱۴ مه له غرمې وروسته د جلال آباد ښار د اتمې حوزې اړوند د بهسودو د پینیګا په سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وايي، چاودنه د اتمې حوزې د ملي امنیت د مدیر نور عباس پاچا په موټر شوې ده.
د هغه په وینا په چاودنه کې عباس باچا له خپل موټر چلوونکي سره وژل شوی او شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شوي، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.
بل خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، کامې ولسوالۍ کې د ولسي وګړو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل