قندوز کې د اهل تشیع علماوو د شورا رییس وژل شوی دی

15 سرطان 1398 ساعت 10:45

سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو قندوز ولایت کې د اهل تشیع علماوو د شورا رییس عبدالقیوم انصار وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو قندوز ولایت کې د اهل تشیع علماوو د شورا رییس عبدالقیوم انصار وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د چنګاښ ۱۴ مه د قندوز ښار د پل الچین بلوڅانو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د قندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسنی وايي، عبدالقیوم انصار غوښتل ښار ته ولاړ شي، چې په یاده سیمه کې د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د مولوي عبدالقیوم انصار پر وژنه خواشني ښودلې او دا یې د قندوز د خلکو لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

هغه ویلي، مولوي انصار په خپل ژوند کې پره فرهنګي او زده کړیز چاپیریال کې ډېر خدمتونه کړي چې د قندوز خلکو ته به یاد وي.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 


د مطلب کود: 118016

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118016/

جمهور
  https://www.jomhornews.com